د امریکا بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه د کلیفورنیا سويل د ادواردز په هوایي ډګر کې تر الوتنې لږ وروسته راغورځېدلې ده.
واشنگتن پست راپور ورکړی چې په الوتکه کې سپاره ټول اته کسان مړه شوي دي.
راپور کې راغلي چې بېړنۍ مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او وضعیت تر ارزونې لاندې دی.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، یو تور لوګی اسمان ته پورته کېږي چې له څو کیلومتره لرې واټن لیدل کېده.

