د ايران مرکزي قرارګاه (خاتمالانبیاء) ویلي چې اسراييلي پوځ د امریکا د ولسمشر له لوري د جګړې د پای له اعلان وروسته، په تېرو دوو ورځو کې د لبنان په سوېل کې ۸۴ ځله اوربند نقض کړی دی.
د یادې قرارګاه په وینا، اسراييلي ځواکونو لا هم د لبنان د ولس پر ضد خپلو بریدونو او وژنو ته دوام ورکړی دی. خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه خبرداری ورکړی چې که اسراييلي پوځ خپلو «سرغړونو» ته دوام ورکړي، نو له مناسب غبرګون سره به مخ شي.

