ډېر لوستل شوي

اسراییلي هوايي بریدونو د لبنان په جنوب کې د څلور کسان ژوند اخیستی

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې د لبنان په جنوب کې لږ تر لږه څلور کسانو خپل ژوند بایللی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې دا بریدونه داسې مهال ترسره شوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهالي توافق له اعلان وروسته په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه تر یوه حده راکمه شوې، خو د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ شخړې لا هم دوام لري.

د سرچینو په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ روانې نښتې د لبنان په سرحدي سیمو کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه