د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبه د هند په لکنو ښار کې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دویمه لوبه ترسره کوي.
د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې چې د باران له امله را لنډه شوې وه، د هند لوبډلې افغانستان ته په اوو وېکټو ماتې ورکړې وه.
افغانستان هڅه کوي چې د نننۍ لوبې په ګټلو سره د سیالیو لړۍ مساوي کړي، په داسې حال کې چې هند د دویمې بریا په خپلولو سره د لړۍ د ګټلو په لټه کې دی.
د یادونې ده چې د افغانستان او هند ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو دا لړۍ د هند په کوربهتوب کېږي.

