د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خپل رسمي اېکس لیکلي چې ددې معینیت مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه) نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره کتلي دي او د یاد شرکت مسوولینو ورته ویلي چې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټ د برېښنا لین غځولو او د الوان دښتې د سبسټېشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.
افغان انویسټ شرکت ویلي چې ددې دوو حیاتي پروژو چارې یوازې په څلورو راتلونکو میاشتو کې بشپړېږي.
هغوی همداراز زیاته کړې: د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب و جستو کان د دویم بلاک په اکتشافي چارو کې هم پرمختګ شوی او ژمن دي، چې پاتې چارې به یې د افغان او بهرنیو متخصصینو پرمټ په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه شرکت له لوري ترسره شوې هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د یاد کان د اکتشاف ترڅنګ د سل سلنه پروسس لپاره د فابریکې پر جوړولو او د هغه لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابرولو چارې هم پيل کړي. یاده دې شي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغان ویسټ شرکت مسوولینو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

