ډېر لوستل شوي

ټکساس کې د الوتکې لوېدو پېښه کې یو کس ژوند بایللی

د نیویارک پست د راپور له مخې، د کیسنا سایټیشن لټیټیوډ(Cessna Citation Latitude) یوه خصوصي الوتکه، چې د مکسیکو له لاس کابوس نړیوال هوايي ډګر څخه روانه شوې وه، د امریکا د ټکساس ایالت په لاریډو ښار کې لوېدلې ده.

سرچينې د چارواکو په حواله لیکلي په الوتکه کې شپږ کسان سپاره وو او په دې پېښه کې یو کس مړ شوی دی.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته هڅه کړې چې د الوتکې د کابین د کړکۍ ماتولو له لارې سپاره کسان وژغوري. د سرچینې په وینا، د پېښې علت لا روښانه نه دی او اړوندې ادارې یې څېړنه کوي.

اړوند خبرونه