ډېر لوستل شوي

سوېلي لبنان کې د حزب‌الله بريدونو کې ۸ اسراييلي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د اسراييلو پوځ خبر ورکړی چې د لبنان په سوېل کې د حزب‌الله له لوري د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله یو اسراييلي سرتېری وژل شوی او اووه نور سرتېري چې پکې لوړپوړي افسران هم شامل دي، ټپیان شوي دي.
د اسراييلي پوځ د معلوماتو له مخې، وژل شوی سرتېری ۲۹ کلن الکساندر فیلین نومېږي او د ۳۶مې فرقې له احتیاطي ځواکونو سره یې دنده ترسره کوله.
راپور زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ۳۶مې فرقې مرستیال قوماندان او ورسره نور سرتېري د لیتاني سیند په اوږدو کې روان وو او د چاودنې ښکار شوي دي.
اسراييلي پوځ ویلي، له پېښې وروسته یې د سیمې په اړوندو ځایونو کې د حزب‌الله پر بنسټونو توپچي بریدونه هم کړي دي.

اړوند خبرونه