ډېر لوستل شوي

اسراییلو د لبنان په جنوب کې هوايي او توپچي بریدونه کړي

د اسراییلي جنګي الوتکو د لبنان د النبطیه ولایت اړوند په کفررمان، کفرجوز او حاروف سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

ایراني رسنۍ وايي، دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د حزب‌الله ځواکونو د اسراییلي پوځ پر ضد سخت ځوابي عملیات او بریدونه ترسره کړي دي.

د راپورونه له مخې چې د هوايي بریدونو ترڅنګ، د اسراییلو توپچي ځواکونو هم د جنوب لبنان ځینې سیمې په نښه کړې دي. تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه