ډېر لوستل شوي

افغان ابدالیان د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه

 د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د روانې درې اړخیزې سیالۍ په شپږمه لوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې افغان ابدالیانو ته د ۱۰۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

له دې ماتې سره د افغانستان الف لوبډلې پایلوبې ته د رسېدو چانس له لاسه ورکړ او له سیالیو څخه بهر شوه.

د لوبلړۍ پایلوبه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د سریلانکا او هند لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

اړوند خبرونه