ډېر لوستل شوي

د امریکا او ایران هوکړه؛ “اسراییل یې د جګړې له موخو لرې کړی”

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایرام او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره اعلان شوې لومړنۍ هوکړه په اسراییلو کې له پراخو اندېښنو او نیوکو سره مخ شوې ده.

نیویارک ټایمز د اسرايیلي شنونکو او چارواکو په حواله ویلي، دا هوکړه د اسراییلو له هغو اساسي موخو سره سمون نه لري چې د جګړې پر مهال یې تعقیبولې.

راپور ښيي چې اسراییلو غوښتل د ایران اټومي او پوځي وړتیاوې په بشپړ ډول محدودې او د تهران له لوري د سیمې د وسله‌والو ډلو ملاتړ کمزوری شي، خو د ټرمپ په نوې طرحه کې د دې اهدافو د عملي کېدو روښانه ضمانتونه نه لیدل کېږي.

یو شمېر اسراییلي امنیتي او سیاسي څېرو اندېښنه څرګنده کړې چې دا هوکړه ښايي ایران ته د بیا منظمېدو او د خپلو ستراتیژیکو پروګرامونو د دوام فرصت ورکړي، په داسې حال کې چې اسراییل به د امنیتي ګواښونو له پخوانیو ننګونو سره مخ پاتې وي.

د شنونکو په باور، دې جګړې د اسراییلو لپاره د اوږدمهاله امنیت، د ایران د نفوذ کمولو او د سیمې د ځواک د توازن په برخو کې کومه څرګنده لاسته راوړنه نه ده تضمین کړې.

اړوند خبرونه