ډېر لوستل شوي

د ایران او امریکا پلان شوې خبرې ځنډېدلې

د ایران او امریکا ترمنځ د سولې پر سر خبرې چې ټاکل شوې وه نن (جمعه) په سویس کې پیل شوې وی، تر نامعلوم وخت پورې ځنډېدلې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وېنس خپله هغه سفر لغوه کړی چې ټاکل شوې وه له ایراني استازو سره د ۱۴ مادو هوکړه‌لیک د پلي‌کېدو په اړه خبرې پکې پیل کړي.

ویل‌کېږي چې د سفر د لغوه کېدو لامل «لوژستیکي پېچلتیاوې» ښودل شوې دي.

بل‌لور ته، د راپورونو له مخې، ایران د لبنان پر ضد د اسراییلو د بریدونو او د اوربند د نقض مسئله مطرح کړې چې ښايي د خبرو اترو د ځنډېدو یو مهم علت وي.

همدارنګه ایراني سرچینو ویلي چې تهران د راتلونکو مذاکراتو تر پیل مخکې له امریکا د هوکړه‌لیک د عملي کولو څرګندې نښې غواړي او د ایراني پلاوي د سفر وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

اړوند خبرونه