د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران د مذهبي مشر مجتبی خامنهيي د هغه وروستي پیغام هرکلی کړی چې د جګړې د پای ته رسېدو او د خبرو اترو د بهیر لپاره روښانه او پرېکنده نقشه بللې ده.
پزشکیان په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د رهبرۍ دا پیغام د ایران د ملي ګټو، عزت او حاکمیت د ساتنې لپاره د ټولو دولتي ادارو مسوولیتونه په څرګنده توګه ټاکي او د راتلونکو مذاکراتو چوکاټ روښانوي.
هغه د ایران د مذهبي مشر له ملاتړ او لارښوونو مننه کړې او ویلي یې دي چې د خبرو اترو د ټیم او اړوندو چارواکو له هڅو څخه د رهبر ملاتړ د دوی لپاره د لا زیاتې هڅونې او ډاډ سرچینه ده.
د ایران ولسمشر ټینګار کړی چې د اسلامي جمهوریت ټول پرېکړه کوونکي او اجراییه کوونکي د رهبرۍ د لارښوونو عملي کولو ته ژمن دي او د هېواد ملي ګټې به د هر ډول پرېکړې او خبرو اترو اساسي اصل وي.
پزشکیان زیاته کړې چې د ایران د ملت د حقونو، عزت او ملي واکمنۍ ساتنه د چارواکو لپاره سره کرښه ده او د مذاکراتو ټیم به د ټولو جزیاتو په پام کې نیولو سره د هېواد د ګټو د خوندي کولو لپاره هڅې وکړي.

