ډېر لوستل شوي

ايران: واشنکټن بايد له شوې هوکړې سره سم اقدامات وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د شوې هوکړې له مخې ژمنه او مسوولیت لري چې د جګړې د درولو لپاره په ټولو جبهاتو، په ځانګړې توګه لبنان کې، لازم اقدامات وکړي.
عراقچي ټینګار کړی چې د جګړې پای ته رسول او د هوکړې د موادو عملي کول باید په بشپړ ډول تضمین شي، څو په سیمه کې تاوتریخوالی نور پراخ نه شي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د سیمې د امنیتي وضعیت او د جګړې د پراختيا په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

اړوند خبرونه