د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولین وایي، د شپږیزې کرېکټ لیګ «یولسم پړاو» سیالۍ به د جولای له لومړۍ نېټې پیل شي او د دوو اوونیو لپاره به دوام وکړي.
د مسوولینو په وینا، د افغانستان د ملي لوبډلې ټول هغه لوبغاړي چې روغتیايي وضعیت یې مناسب وي، په دې سیالیو کې به ګډون وکړي.
کرېکټ بورډ زیاته کړې چې د ښه ګاونډیتوب او ورزشي اړیکو د پیاوړتیا په موخه یې د اوزبيکستان د کرېکټ لوبډله هم رابللې چې د سیالیو په لړ کې به یوه ځانګړې لوبه ترسره کړي.
د معلوماتو له مخې، د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ به سږ کال په خوست ولایت کې ترسره شي او د تېرو کلونو په څېر به هماغه پنځه لوبډلې پکې برخه ولري.

