ډېر لوستل شوي

د وادي کرنیز شرکت فارمونو کې له ۶۰۰ ټنو زیات د غنمو حاصلات ترلاسه شوي

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې له شاوخوا ۱۹۴۰ جریبه ځمکې څخه د ۶۱۲ ټنه غنمو حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰۶ ټنه زیاتوالی ښيي.

د یاد ریاست په وینا، د غنمو په حاصلاتو کې سږنی زیاتوالی د کرنیزو چارو د اغېزمن مدیریت، د عصري کرنیزو میتودونو د پلي‌کېدو او د طبیعي شرایطو د مناسبې استفادې پایله ده.

د معلوماتو له مخې، له ټولو راټولو شویو غنمو څخه به ۷۰ ټنه د تخم لپاره ځانګړي او پاتې حاصلات به د پلور په موخه بازار ته وړاندې شي. مسوولین هیله څرګندوي چې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي دا بهیر به په راتلونکو کلونو کې هم دوام ومومي.

اړوند خبرونه