ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر «سید محسن رضا نقوي» یو وار بیا ایران ته تللی او ټاکل شوې چې نوموړی به له ایراني چارواکو سره لیده کاته ولري.
تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې نقوي به له کومو ایراني چارواکو سره وویني، خو ویل کېږي چې د دې سفر موخه به هم د تهران – واشنګټن د مذاکراتو د روان بهیر څارنه وي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د پاکستان منځګړیتوب له پیل راهیسې څو ځلې تهران ته تللی او هلته یې له بېلابېلو ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي. دا سفر داسې مهال راپور شوی چې تازه د امریکا ځانګړی استازی «سټیف ویټکاف» او د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي د خبرو اترو لپاره سویس ته روان شوي دي.

