ډېر لوستل شوي

فراه کې د غیرمعیاري برېښنايي وسایلو یوه جوپه مسترد شوې

د معیار او کیفیت ادارې د فراه ولایت په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د برېښنايي وسایلو یوه غیرمعیاري جوپه بېرته صادرونکي هېواد ته ورګرځولې ده.

ياده اداره وايي، په دې ۲۳۶۰ کیلوګرامه جوپه کې جوسرونه، مکسرونه او د سلاد جوړولو ماشینونه شامل وو چې له تخنیکي ارزونو وروسته له کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله غیرمعیاري پېژندل شوي دي.

د معیار او کیفیت ادارې په وينا، د هېواد بازارونو ته د یادو توکو د ننوتلو مخه نیول شوې او د وارداتي توکو د کیفیت د تضمین او د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب په موخه د کنټرول او ارزونې بهیر په ټولو بندرونو کې په منظم ډول دوام لري.

یادې ادارې ټینګار کړی چې د عامې روغتیا لپاره د زیان رسوونکو او کم‌کیفیته توکو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

اړوند خبرونه