ډېر لوستل شوي

له رییس‌الوزراء سره د قزاقستان لوړپوړي پلاوي کتنه؛ “افغانستان زموږ مهم شریک دی”

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او اقتصاد وزیر «سیریک ژومان ګارین» کابل ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت له رییس‌الوزراء، ملا محمد حسن اخوند سره په «ګلخانې ماڼۍ» کې کتلي دي. 

د ارګ په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم شته وو.

د اعلامیې له مخې چې قزاقستاني پلاوي د دې سفر موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پياوړتيا بللې او په وینا یې چې افغانستان په سیمه کې د دوی مهم شریک دی.

ګارین همداراز ویلي چې قزاقستان د راستنېدونکو کډوالو او د طبیعي پېښو له امله د ځپل‌شویو لاسنیوي ته دوام ورکوي، او ویلي یې دي: “موږ غواړو چې له افغانستان څخه قزاقستان ته د صادراتو کچه لوړه کړو، په همدې موخه نن په کابل کې افغان – قزاق ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوې.”

نوموړي ډاډ څرګند کړی چې قزاقستان په ټولو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی. ارګ لیکلي چې بلخوا د اسلامي امارت رییس‌الوزراء د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د دغه لوړپوړي قزاقستاني پلاوي سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لازیاتې پیاوړتیا لامل وګرځي.

اړوند خبرونه