امریکايي پولیسو یو پاکستانی الاصله امریکایي سوداګر او اووه نور کسان د «میډیکېډ» روغتیايي پروګرام له بودیجې د ۳۸ میلیونه ډالرو د درغلۍ په تور نیولي دي.
د راپورونو له مخې، پروېز صدیقي د نیویارک د بروکلین په ښار کې د لویانو د پاملرنې مرکزونو له لارې د خدمتونو د وړاندې کولو په پلمه له میډیکېډ پروګرامه میلیونونه ډالر ترلاسه کړي دي.
ویل شوي چې تورنو کسانو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو جعلي اسناد جوړ کړي وو، حال دا چې یا خدمتونه نه وو وړاندې شوي او یا هم یوازې محدود شمېر کسانو ته رسېدلي وو.
راپور زیاتوي چې پروېز صدیقي او د هغه همکارانو د هغو کسانو په نوم هم له پروګرامه پیسې ترلاسه کړې چې له امریکا بهر اوسېدل، او د همدې قضیې په تړاو د هغوی پر ضد عدلي اقدامات پیل شوي دي.

