د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغان او قزاقستاني تولیداتو د ګډ نندارتون او دوهاړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ ۲۵ د همکاریو هوکړې لاسلیک شوې دي.
د وزارت په وینا، دا هوکړې د درملو، سبزیو، وچو او تازه مېوو، اوړو، غنمو او غوړیو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ د بانکي همکاریو په برخو کې شوې دي.
مسوولین وایي، دا تړونونه به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د پانګونې او اقتصادي همکاریو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې قزاقستان د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه ګڼل کېږي او دواړه هېوادونه په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

