الجزیرې خبري شبکې د اسراييلي پوځ هغه ادعاوې بېبنسټه بللې چې د یادې شبکې د خبریالانو او انځور اخیستونکو پر وړاندې د ترسره شویو بریدونو د توجیه لپاره مطرح شوې دي.
يادې شبکې په خپل راپور کې ویلي، اسراييلو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د الجزیرې د کارکوونکو پر ضد د ناسمو تورونو او تبلیغاتو لړۍ روانه ساتلې او دا هڅې یې د هغو خبریالانو د په نښه کولو د توجیه لپاره ناکامې بللې چې په غزه کې روان وضعیت نړۍ ته رسوي.
الجزیرې زیاته کړې چې د دې شبکې د انځور اخیستونکي احمد وشاح شهادت د خبریالانو پر وړاندې د بریدونو دوام ښيي او نړیوالو د مطبوعاتو د آزادۍ بنسټونو او د وجدان له خاوندانو څخه یې غوښتي چې په غزه کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره بېړني اقدامات وکړي. بلخوا، د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې د اسراييلو له لوري په وروستيو بریدونو او ډزو کې لږ تر لږه نهه کسان شهيدان شوي چې په کې یو ماشوم او د الجزیرې یو خبریال شامل دي.

