ډېر لوستل شوي

د بریټانیا لومړی وزیر له دندې د استعفا کولو په درشل کې دی

بریټانوۍ ابزرور ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بریټانیا لومړی وزیر، کییر سټارمر، ښايي د راتلونکې دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا اعلان کړي.

د راپور له مخې، نوموړي د خپلې کابینې له غړو، سلاکارانو، د سوداګریزو ټولنو له مشرانو او د کارګر ګوند له تمویلوونکو سره تر مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې په اوسني وضعیت کې د ده لپاره د واک دوام نور ممکن نه دی.

راپور کې د کارګر ګوند د یوه غړي له قوله ویل شوي، که څه هم سټارمر درک کړې چې په ګوند کې د واک د ساتلو لپاره کافي ملاتړ نه لري، خو غواړي د واک د منظم لېږد لپاره زمینه برابره کړي او په ناڅاپي ډول له دندې لاس وانخلي.

راپور زیاتوي چې سټارمر وروسته له هغې له زیات سیاسي فشار سره مخ شوی چې د هغه سیال انډي برنهام په یوې منځ‌مهاله ټاکنه کې د پارلمان یوه څوکۍ وګټله او د کارګر ګوند دننه یې خپل سیاسي نفوذ پیاوړی کړ.

اړوند خبرونه