د افغانستان نړیوال تکواندو داور شفیع رستمي د اروپا د کلبونو د تکواندو اتلولیو په سیالیو کې د «غوره داور» لقب خپل کړی دی.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون مسوولین وايي، نوموړي د سیالیو پر مهال د دقیقې، مسلکي او غوره قضاوت له امله دغه ویاړ ترلاسه کړی دی.
د اروپا د کلبونو د تکواندو اتلولۍ سیالۍ د بوسنیا په پلازمېنه سارایوو ښار کې ترسره شوې چې د بېلابېلو هېوادونو مخکښو ورزشکارانو او داورانو پکې ګډون کړی وو.

