د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې برلین د اسلامي امارت له استازو سره تر ځانګړو خبرو وروسته د افغانستان د شپږو نورو ډیپلوماټانو د منلو پرېکړه کړې ده.
يوې المانۍ «اېنډيار» رسنۍ راپور ورکړی چې دا هوکړه د استانبول په یوه هوټل کې د دواړو لوريو ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته شوی دی.
يادې رسنۍ د المان د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، د دې وزارت او افغان استازو ترمنځ تخنیکي خبرې شوې، خو د جزئیاتو له شریکولو یې ډډه کړې ده. د المان د بهرنیو چارو وزارت بیا په استانبول کې د دې غونډې جوړېدل تایید کړي دي.
ویلکېږي چې په یادو خبرو کې د المان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو یو شمېر لوړپوړو چارواکو او ډیپلوماټانو ګډون کړی و.
دا مهال په المان کې د اسلامي امارت دوه کونسلي کارکوونکي حضور لري، چې په عملي ډول د برلین سفارت او د بن کونسلګرۍ چارې پر مخ وړي.

