ډېر لوستل شوي

افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګریز فرصتونه» په نوم ګډه ناسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشرتابه او غړو سره لیدنه او خبرې کړې دي.

دغه ناسته د «افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګریز فرصتونه» تر سرلیک لاندې د هند په نوي ډهلي ښار کې د یادې خونې په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه. په غونډه کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مفتي نور احمد نور، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون قاضي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی ګلمیر امیني، د افغانستان سوداګریز اتشه سید حماد هاشمي او یو شمېر افغان او هندي سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی وو.

د غونډې پر مهال د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د زیاتوالي او د اقتصادي فرصتونو د اغېزمنې استفادې په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان او هند اوږدمهاله تاریخي او دوستانه اړیکې لري او دغه اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پیاوړی بنسټ جوړولی شي. نوموړي ټینګار کړی چې سوداګري یوازې د توکو تبادله نه ده، بلکې د کارموندنې، اقتصادي ودې او د ملتونو د نږدېوالي مهمه وسیله هم ده.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د کرنې، کانونو، قالینو، لاسي صنایعو، وچې مېوې، زعفرانو، قیمتي ډبرو او مرمر په برخو کې پراخ ظرفیتونه لري، په داسې حال کې چې هند د صنعت، ټکنالوژۍ، درمل جوړونې او ماشین الاتو په برخه کې ستر امکانات لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ کولای شي ګډې ګټې رامنځته کړي.

هاشمي د ګډو پانګونو، ټکنالوژۍ د لېږد، د بشري ځواک د روزنې او صنعتي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی او هندي پانګوال یې افغانستان ته د پانګونې لپاره راوبلل. هغه وویل چې په افغانستان کې امنیت خوندي شوی او د پانګونې لپاره تر پخوا ډېر مناسب فرصتونه برابر شوي دي.

په غونډه کې په هند کې د افغانستان سفیر مفتي نور احمد نور هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر اهمیت خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړی چې سفارت به د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بل لور ته د هند د پي‌اېچ‌‌‌‌ډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس سنتوش جوشي د افغان پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دوی اداره د درمل جوړونې، لوژستیک، کارګو، صنعتي تولیداتو او پانګونې په برخو کې له افغانستان سره د همکاریو هیله لري.

هغه همداراز اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د هندي سوداګرو او پانګوالو یو شل کسیز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، څو له نږدې د پانګونې فرصتونه وارزوي. د غونډې په پای کې دواړو لورو د ګډو ناستو د دوام، د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

اړوند خبرونه