د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له لوري پر یوې بار وړونکې بېړۍ د برید له ادعا وروسته ویلي، که تهران د دې برید مسوول وي، امریکا به مناسب غبرګون وښيي.
ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران به له پایلو سره مخ شي، یوازې دومره وویل: “ژر به پوه شئ.”
د هغه دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د احتمالي ځواب په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

