ډېر لوستل شوي

جي‌ډي وېنس: د ایران هر پوځي اقدام به له ورته غبرګون سره مخ شي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر مرستیال «جي‌ډي وېنس» ایران ته خبرداری ورکړی، که تاوتریخوالی دوام ومومي، امریکا به یې په ورته ډول ځواب ورکړي.

وېنس پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، امریکا د اوربند هوکړې ته درناوی کړی، خو که ایران د هوکړې په اړه کومه ستونزه لري، باید د خبرو له لارې یې مطرح کړي، نه د تاوتریخوالي له لارې.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې امریکا په هرمز تنګي کې ایران پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید مسوول وباله. واشنګټن ادعا کوي، ایران پر بېړیو برید کوونکي ډرونونه کارولي او دا یې د اوربند له هوکړې سرغړونه بللې ده.

بل‌لور، د امریکا مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی چې د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمو او ساحلي راداري تأسیساتو پر ضد یې هوايي بریدونه کړي دي. د ایران سپاه پاسدارانو ادعا کړې چې د امریکايي بریدونو پر وړاندې یې مقاومت کړی او په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي، خو د بریدونو د ځای او احتمالي زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

اړوند خبرونه