د امارتي شرکتونو لوی ریاست وايي چې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت اړوند د شباشک له کانونو هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ټنو پورې د لوړ کیفیت ډبرو سکاره استخراجېږي.
یاد ریاست وايي، د شباشک معدني سيمه «شاکول، جیحون او قرمقل» کانونه په بر کې نیسي چې له دې سیمو استخراج شوي سکاره له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ کالورۍ حرارتي ارزښت لري او د لوړ کیفیت لرونکي بلل کېږي.
د مسوولينو په وينا، د دغو کانونو سکاره د قوي حرارت او دوامدار سوخت له امله د بازار د اړتیاوو په پوره کولو او د هېواد د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

