د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي شهزاده صافي د شانګهای همکاریو سازمان په اسیايي سیالیو کې خپل قزاقستانی سیال ته په ۵۶ کیلوګرام وزن کې ماتې ورکړې او د برونزو مډال یې په خپل نوم کړی دی.
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست وايي، صافی به سبا (یکشنبه) د سپینو زرو مډال د ګټلو لپاره له خپل هانګ کانګي سیال سره سیالي وکړي.
تر دې مخکې، محمد خالد هوتک هم په ۷۰ کیلوګرام وزن کې د افغانستان لپاره د دغو سیالیو لومړی د برونزو مډال ګټلی و.
د شانګهای همکاریو سازمان د ووشو اسیايي سیالۍ د چین په کوربهتوب د ۱۸ هېوادونو په ګډون روانې دي چې افغانستان پکې د شپږو لوبغاړو په استازیتوب ګډون کړی دی.

