ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالحمید: ایران او امریکا دې خپلې ستونزې له لبنان او اسراييلو سره نه تړي

د ایران د زاهدان ښار د «اهل‌سنتو» د جمعې امام، مولوي عبدالحمید ویلي، ایران او امریکا باید خپلې دوه اړخیزې ستونزې د خبرو له لارې حل او عادي ډیپلوماټیکې اړیکې رامنځته کړي، نه دا چې خپلې ملي ګټې له اسراييلو، لبنان او نورو سیمه‌ییزو مسایلو سره وتړي.

نوموړي د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو هرکلی کړی او ويلي دي، که دواړه هېوادونه خپلې اړیکې عادي کړي، نو د فلسطین، لبنان او اسراییل اړوند موضوعات به هم د ډیپلوماسۍ له لارې په اسانه تعقیب او حل شي.

مولوي عبدالحمید ټینګار کړی چې د ایران او امریکا په هر ډول خبرو اترو کې باید د ایران ملي ګټې او د خلکو د ژوند د وضعیت ښه‌والی لومړیتوب ولري.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې د نورو هېوادونو پر ضد د «مرګ» شعارونه نامناسب بللي او زياته کړې يې ده، د ۴۷ کلونو پخواني شعارونه نور د نننیو شرایطو له واقعیتونو سره سمون نه خوري.

د زاهدان د «اهل‌سنتو» امام همداراز د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو، د فشارونو د پای ته رسېدو او د ایران د ټولو قومونو او مذهبي ډلو د حقونو او ازادیو د تأمین غوښتنه کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې د اسلامي اصولو، اساسي قانون او نړیوالو قوانینو له مخې د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي.

اړوند خبرونه