ډېر لوستل شوي

پر ایران د امريکا تازه هوايي بریدونه؛ تهران یې له هوکړې ښکاره نقض بولي

د امریکا پوځ د هرمز تنګي په سوداګریزې بېړۍ تر ډرون برید وروسته د ایران پر څو پوځي هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي، په دغو بریدونو کې د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمو او ساحلي رادارونو مرکزونه په نښه شوي دي. واشنګټن ادعا کوي، ایران پر سوداګریزې بېړۍ برید او د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې وه.

بل‌لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د جګړې د پای د هوکړه‌ليک د لومړۍ مادې ښکاره نقض بللی او ویلي یې دي، امریکايي بریدونو د ایران په جنوبي سواحلو کې د ساحلي څارنې تأسیسات په نښه کړي دي.

تهران همداراز ادعا کړې چې اسراييلو د امریکا په همغږۍ پر لبنان برید کړی، او دا یې هم د اوربند له هوکړه‌ليک څخه سرغړونه بللې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فارس خلیج له جنوبي ساحلي هېوادونو غوښتي چې خپلې خاورې د هغو هېوادونو له لوري د هر ډول پوځي اقدام لپاره د کارېدو مخه ونیسي.

اړوند خبرونه