د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې د «افغان ـ قرغیز سوداګریز فورم» د دواړو هېوادونو د دولتي ادارو، سوداګریزو خونو او خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شوی دی.
بيشکيک کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د غونډې پر مهال د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختيا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د فورم په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ شورا د جوړېدو په موخه هوکړهلیک لاسلیک شوی چې موخه یې د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا، د ګډو اقتصادي نوښتونو همغږي او د اقتصادي پروژو پراختیا ښودل شوې ده.

