ډېر لوستل شوي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عراق ته ولاړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د عراق پلازمېنې بغداد ته روان شوی دی.

ايراني رسنيو راپور ورکړی چې ټاکل شوې، عراقچي د عراق له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو خبرې او د نظر تبادله وکړي.

د راپورونو له مخې، په دې سفر کې به د عراق له اړوندو ادارو سره په مذهبي ځايونو کې د ایران د پخواني مذهبي مشر د جنازې د مراسمو د ترسره کېدو په اړه هم لازمه همغږۍ وشي.

اړوند خبرونه