ډېر لوستل شوي

“د تخار په «تالقان» ښار کې د اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د نوې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره د مالیاتي او ګمرکي معافیت په اړه بحث شوی دی.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دې غونډه کې د تخار ولایت په مرکز، تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې دا اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ د خصوصي سکټور له لوري د ۱۱۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره جوړېږي، او لسګونه هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

اړوند خبرونه