د پاکستان د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې وسلهوالو د «رېنجرز» نیمهپوځي ځواکونو پر ایالتي مرکز «موټربم» برید کړی او ورپسې یې له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې ده.
د امنیتي سرچینو په وینا، بریدګر لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د «رېنجرز» له مرکز سره وجنګاوه او وروسته یې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې له امله یې په سیمه کې سخت امنیتي وضعیت رامنځته شو.
د دې برید مسوولیت جماعت الاحرار ډلې منلی دی.
تر اوسه د مرګژوبلې او برید د بشپړو پایلو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

