ډېر لوستل شوي

زلمی خليلزاد: ايا پاکستان د شخړې د هواري اراده لري، که نورې ستراتيژيکې موخې تعقيبوي؟

د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، سره له دې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او د پاکستان د ډېرو وګړو له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنې شوې، خو پاکستان يو ځل بيا پر افغانستان بريد کړی چې له امله يې ګڼ افغانان شهيدان او ټپيان شوي دي.
خليلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه يو ځل بيا د پاکستان پوځي رژيم له لوري پر بې‌ګناه افغانانو دا مرګونی بريد په کلکه ټکو غندلی او زياته کړې يې ده چې د افغانستان حکومت د اختلافاتو د حل لپاره له بېلابېلو وړانديزونو سره هوکړه کړې وه، خو د ده په وينا، اسلام‌اباد تر اوسه دغو وړانديزونو ته هېڅ رغنده ځواب نه دی ورکړی.
خليل‌زاد پوښتنه کړې چې ايا پاکستان رښتيا هم د دې شخړې د هواري اراده لري، که د پوځي رژيم جوړښت نورې ستراتيژيکې موخې تعقيبوي.
نوموړي زياته کړې چې ياد رژيم به په دې کار سره يوازې افغانستان نه‌، بلکې ټوله سيمه بې ثباته کړي.

اړوند خبرونه