په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بېګدلي د افغانستان له ولسه مننه کړې چې د وروستیو تحولاتو پر مهال یې له ایران سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د اميد راډيو خبريال د «صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې د بېګدلي له قوله ويلي، په افغانستان کې د اوسني وضعیت له رامنځته کېدو وروسته د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او د پټلۍ پروژې او نورې زیربنایي اسانتیاوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا مثبت اغېز لري.
په کابل کې د ايران سفير زياته کړې، ایران له امریکا سره د کړکېچ پر مهال هم له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې نه دي درولې او ټولې سوداګریزې لارې یې پرانیستې ساتلې وې. د ایران سفیر ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او په دې برخه کې به خپلې هڅې نورې هم زیاتې شي.

