د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه او څو نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې وژل شوي ماشومان د پنځو او نهو کلونو ترمنځ عمرونه لري. پېښه د لاهور ښار په سوېلي برخه، «بستي عیدګاه، کهنه نو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پنجاب د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، ژغورونکو د مرکز ۳۰ کلنه ښوونکې او پنځه زدهکوونکي له نړېدلې ودانۍ څخه په ټپي حالت کې را ایستلي دي. د پنجاب د پوهنې وزارت ویلي، ښوونکې په خپل کور کې د سیمې بېوزلو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې وه.

