ډېر لوستل شوي

مولوي نورالحق انور: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او متقابلې همکارۍ غوښتونکی دی

د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور ویلي، اسلامي امارت د هېڅ هېواد لپاره بده اراده نه لري، بلکې له ټولو سره د ښو اړیکو، متقابل درناوي او سوله‌ییز تعامل غوښتونکی دی.

د اميد راډيو خبريال د «صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې مراسمو کې د ښاغلي انور په حواله ويلي، د اسلامي امارت پاليسي روښانه او د افغانستان او نورو هېوادونو د ګډو ګټو او خیر پر بنسټ ولاړه ده.

د چارو ادارې لوی رييس زیاته کړې، اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او په عملي توګه یې د خپلو ژمنو د پلي کولو لپاره اقدامات کړي دي.

مولوي نورالحق انور همداراز ټینګار کړی چې د اسلامي امارت هڅه دا ده څو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې او د خدمتونو کچه لوړه کړي.

اړوند خبرونه