ډېر لوستل شوي

کابل ښار کې د شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ طرحه تایید شوې

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت خبر ورکړی چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۱۱۸ میلیونه افغانیو په پانګونه د یوه شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه د تایید وړ بللې ده.

د طرحې له مخې، په یاد مارکېټ کې به د سوداګریزو فعالیتونو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي. په همدې غونډه کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو هم بحث شوی چې د لا ډېرو تخنیکي څېړنو لپاره اړوندو وزارتونو ته راجع شوې دي.

اړوند خبرونه