ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي په قزاقستان کې د علمي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال په اړه خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز پلاوي، قزاقستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد له مخکښو څېړنیزو مرکزونو سره د علمي همکاریو، دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز اتصال په اړه تخصصي خبرې کړې دي.

د ياد وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز وايي چې دې پلاوي په آستانه کې د قزاقستان د ولسمشرۍ اړوند د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټيوټ او د «پرانېستې نړۍ» خصوصي څېړنیز مرکز له مسوولینو سره د ټرانسپورټي دهلېزونو، افغان ټرانس پروژې او نورو مهمو سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه تفصیلي بحثونه کړي دي. دواړو لوريو د علمي او څېړنیزو همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دغو بحثونو پایلې به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.

اړوند خبرونه