د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې پلاوی د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه کابل ته رارسېدلی دی.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، دا پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو د پنځم نندارتون په مراسمو کې د ګډون، د تخصصي غونډو د جوړولو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو لیدنو (B2B) د ترسره کولو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د ګډو پانګونو د فرصتونو پراخول دي.

