د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، که د مذهبي مشر مجتبی خامنهیي له امریکا سره د مذاکراتو مخالفت کړی وی، نو هېڅ ډول لیدنه او خبرې اترې به نه وې ترسره شوې.
پزشکیان د چهارشنبې په ورځ د کورنیو نیوکو په غبرګون کې ویلي، د مذاکراتو پرېکړه د ملي امنیت د عالي شورا له لارې شوې وه او د شورا له ۱۳ غړو څخه ۱۲ تنو یې ملاتړ کړی وو.
نوموړي زیاته کړې، د ایران مذهبي مشر ویلي وو چې که د ملي امنیت د عالي شورا درې پر څلورمه برخه غړي موافق وي، هماغه لاره دې تعقیب شي.
د هغه په وینا، که مشرتابه د مذاکراتو د نه ترسره کېدو امر کړی وی، نه به غونډه جوړه شوې وی او نه به له امریکا سره خبرې شوې وی.

