ډېر لوستل شوي

تهران د پخواني مذهبي مشر د جنازې مراسمو ته د چمتووالي ترڅنګ امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړ

د ایران د پخواني مذهبي مشر د جنازې د مراسمو له پیلېدو مخکې، د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان، امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې که پر ایران برید وکړي، له سخت او پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایران د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر، آیت‌الله علي خامنه‌اي، د جنازې مراسمو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی نیسي.

د راپور له مخې، د نوموړي د جنازې مراسم به د جولای په څلورمه نېټه پیل شي او ټاکل شوې ده چې د هغه جسد د جولای په نهمه نېټه د مشهد په ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه