ډېر لوستل شوي

راشد خان په شپږیزه کې؛ سبا یې د بست پر وړاندې لوبه ده

د کرکټ بورډ مسؤلینو رسنیو ته منلې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویاړلی لوبغاړی راشدخان د ‘شپږیزې جام’ کرکټ سیالیو کې د ګډون لپاره هېواد ته راغلی او ټاکل شوې ده چې د سپین‌غر لوبډلې په ګټه به ولوبېږي.

د «شپږیزې» غوره لیګ سیالۍ د بند امیر، سپین‌غر، مس عینک، آمو او بُست لوبډلو په ګډون دوه ورځې وړاندې د په کوربتوب  په خوست کې پیل شوې دي.

ټاکل شوې ده چې راشد خان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا د بُست لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د شپږیزې جام د سیالیو دا لړۍ یوولسمه ده چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ترسره کېږي.

اړوند خبرونه