ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر د ایران له ولسمشر سره د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا او دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
ملا عبدالغني برادر، چې د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی، په دې لیدنه کې یې د ایران دولت او ولس ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.
نوموړي د دواړو هېوادونو ګډو تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکو او ګډو ګټو ته په اشارې وویل چې اسلامي امارت پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه نامشروع ګڼي او غندي یې.
بلخوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له افغانستان سره د همکاریو پراختیا د تهران له لومړیتوبونو وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو له شته ظرفیتونو څخه باید د ګډو ګټو لپاره اغېزمنه استفاده وشي.

اړوند خبرونه