د راپورونو پر بنسټ، چارواکي وايي د بلوچستان ګوادر ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کمپ د چاودنې له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
کوټه کې ځایي چارواکو پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې دا برید د جمعې په ماښام د جیواني په پانوان سیمه کې شوی دی.
د چارواکو په وینا، سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یو کمپ په ځايي وخت د ماښام پر شاوخوا اوو بجو له باروتو د ډک موټر پر مټ برید شوی دی.
تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي خو بلوڅو بېلتونپالو (بي ایل اې) ویلي، دا برید دوی کړی.

