ډېر لوستل شوي

د نتنیاهو دفتر: د عراقچي او قالیباف د ترور په اړه راپورونه جعلي دي

د راپورونو له مخې، د امریکا چارواکي اندېښمن وو چې د اسرائیلو لخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د دغه هېواد د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف د په نښه کولو احتمالي طرحه به د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر بهیر منفي اغېز وکړي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر پرون د جمعې په ورځ د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړ چې پکې د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو پر مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف د ترور طرحې ادعا شوې وه.
د نتنیاهو دفتر په یوه اعلامیه کې چې د اېکس له لارې خپره شوې، ویلي دي: «د نیویارک ټایمز وروستی راپور د اسرائیلو او ایراني مذاکره کوونکو په اړه، جعلي او له ځانه جوړ شوی دی.»
تر دې وړاندې، نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې امریکایي چارواکو د اسرائیلو هغه طرحه نه وه منلې چې له مخې یې غوښتل عباس عراقچي او محمدباقر قالیباف په نښه کړي، ځکه دوی اندېښنه لرله چې د دغو دواړو کسانو وژل کېدل به له امریکا سره د احتمالي هوکړې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره روانې خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي.

اړوند خبرونه