د پنجشیر کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۹۸۱ زره ۷۴۰ افغانیو په ارزښت د یاد ولایت څلور ډوله طبي بوټو د خرڅلاو قرارداد لاسلیک کړی دی.
د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر لیکلي چې دا قرارداد د «امین الرحمن رحماني» شرکت سره د پنجانګشت، شیره کمال، لیروک او خینکهکاه طبي بوټو د خرڅلاو لپاره لاسلیک شوی دی.
د مسوولینو په وینا چې له دې اقدام څخه موخه د طبیعي سرچینو او طبي بوټو بازار پراختیا او د اوسیدونکو اقتصادي ځانبسیاینې پیاوړي کول دي.
د پنجشیر د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په دغه ولایت کې ۳۹ ډوله طبي بوټي پیژندل شوي او د هغوی راټولول د قانوني پروسې له لارې اداره کیږي.

