ډېر لوستل شوي

روسیه وايي، د اوکراین په ختيځ د کوستیانتینیفکا ښار یې نیولی دی

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراین په ختيځ د دونتسک په سيمه کې د کوستیانتینیفکا ښار یې نیولی، کوم چې دغه ښار د اوکرايني ځواکونو له مهمو مرکزونو شمېرل کېده.

د رويټرز د راپور له مخې، د روسیې د وسله‌وال پوځ مشر والري ګراسيموف دا څرګندونې هغه مهال کړي چې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین له يو پوځي مرکز څخه لیدنه کوله.

په راپور کې راغلي، ګراسيموف ښاغلي پوتین ته ویلي چې ځواکونه به یې د دونتسک سيمې د نیولو په تړاو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

خو تردې دمه اوکرایني چارواکو د روسیې د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند خبرونه